د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د څه باندې یو دیرش (۳۱) میلیونه افغانيو په ارزښت د (HHRD) مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
Mon, Feb 10 2025 12:14 PM
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD)  مؤسسې د استازي محترم همایون نوري ترمنځ لاسلیک شو، د هغه پر اساس به، په کابل، لغمان، ننګرهار، زابل، غزني او کنړ ولایتونو کې (۱۱۱۲) تنو د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بدیل معیشت او خوراکي خوندیتوب پروګرام تطبیق شي.

په یاد پروګرام کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د فني او حرفوي زده کړو برابرول، د هغوی د کورنيو لپاره د خوراکي خوندیتوب رامنځته کول او د اقتصادي ځان بسیاینې په لور د هغوی د کورنيو سوق کول شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټولیز ارزښت (۳۱) میلیونه او (۶۲۰) زره افغانۍ کېږي او د یوه کال په موده کې به، په منظم ډول په پورته ذکر شويو ولایتونو کې تطبیق کړل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS