د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي په ارزګان ولایت کې د یو شمېر فدایانو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې

asad_admin
Sat, Jan 11 2025 1:22 PM

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امين دروېش، د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد او د خاصو شهیدانو آمریت د محاسبې عمومي مدیر محترم زاهدالله میاخیل یې ملتیا کوله، د ارزګان ولایت اړوند د دهراوود، ګیزاب، چوره، خاص ارزګان او به چارچینو ولسوالېو کې د (۳۸) فدایانو کورنيو سره له نږدې وکتل، ستونزې او غوښتنې واوریدې او هرې کورنۍ سره یې يوه اندازه نغدي مرسته ترسره کړه.

د دې سربېره، د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو سره هم جلا غونډه ترسره کړه او هغوی ته یې د دعوت او ارشاد اړوند مسائلو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS