د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې شل (۲۰) تنه یتیمان د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

asad_admin
Thu, Jan 09 2025 9:02 AM
mmd

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز د بشري مرستو ټولنې په همکارۍ شپږ میاشتې وړاندې د شل (۲۰) تنو یتیمانو لپاره د خیاطۍ حرفې په برخه کې روزنیز پروګرام په لاره اچولی وو، چې نن یادو کسانو د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د یادو زده کوونکو په فراغت غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د بشري مرستو ټولنې مسؤل محترم نصرت الله شینواري، د آسایشګاه د چارو آمر محترم ملا سید محمد آخند، د وزارت د کارکوونکو د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد، د یاد ریاست د برنامو او همغږۍ آمر محترم حفیظ الحق عمري او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې پروګرام پر مهال د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د حلال رزق ګټلو په ارزښت او اهمیت ګډونوالو ته هر اړخیزه وینا وکړه او وې ویل: د حلال رزق ګټل نه یوازې د فرد لپاره، بلکې د ټولنې د هوساینې لپاره هم مهم دي، حلال رزق هم د خدای تعالی جل جلاله د رضا سبب ګرځي او په ټولنه کې د هر وګړي د خپلواکۍ، عزت، وقار او نورو ته د خدمت کولو او خیر رسولو لامل هم ګرځي.

هغه همداراز د یتیمانو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د زمینې برابرولو په برخه کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز او د بشري مرستو ټولنې هڅې وستایلې او د مؤسسې له مسؤل څخه یې وغوښتل چې دې ډول پروژو ته وده ورکړي. او یادونه یې وکړه چې د دې ډول پروژو په لاره اچول نه یوازې د یتیمانو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو کې مثبت بدلون رامنځته کوي، بلکې د ټولنې په پرمختګ کې هم خورا مهم رول لري.

په دې پروګرام کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد هم یتیمانو ته د خیاطۍ حرفې د پروګرام دایرولو په هکله معلومات وړاندې کړل او د بشري مرستو ټولنې له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه چې د یتیمانو لپاره یې د دې روزنیز پروګرام د دایرولو په برخه کې پوره هڅې کړې دي.

همداراز د دې روزنیز پروګرام د تمویل کوونکې مؤسسې مسؤل محترم نصرت الله شینواري هم د بشري مرستو ټولنې له لوري د ترسره شويو فعالیتونه په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او له فارغ شویو کسانو څخه یې وغوښتل تر څو له خپلو مهارتونو څخه د حلال رزق په پېداکولو کې ګټه واخلي.

د پروګرام په پای کې فارغ شویو کسانو ته د کسب او کار د پیل کولو په موخه اړوند تخنیکي وسایل ورکړل شول او همداراز هر فارغ شوي زده کوونکي ته (۵۰۰۰) افغانۍ هم ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS