د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یو پلاوي له لوري په کندز ولایت کې د فدایانو له کورنېو سره نغدي مرستې ترسره شوې

asad_admin
Sat, Dec 28 2024 3:26 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یوه پلاوي، چې د دې وزارت د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان، د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد او د خاصو شهیدانو آمریت د محاسبې عمومي مدیر محترم زاهدالله میاخیل یې ملتیا کوله، د کندز ولایت د مرکز په شمول په خان آباد، امام صاحب، دشت ارچي او ځینو نورو ولسوالېو  کې د (۴۷) فدايانو کورنیو سره له نږدې وکتل.

په دې لیدنه کې، یاد پلاوي د فدايانو د کورنیو ستونزې او غوښتنې واوریدې او هرې کورنې سره یې د (۱۵۰۰۰) افغانېو نغدي مرستې ترسره کړې. 

د یادونې وړ چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي تر دې وړاندې په بدخشان او تخار ولایتونو کې هم د یو شمېر فدایانو کورنېو سره له نږدې کتلي وو، او هغوی سره یې ورته مرستې ترسره کړې وې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS