په لغمان ولايت کې (۳۱۸) تنه یتیمان او بېوزله کسان د حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

asad_admin
Wed, Nov 20 2024 10:07 AM
mmd

د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د HHRD خیریه مؤسسې په همکارۍ په دې ولايت کې (۳۱۸) تنو مستحقو یتیمانو او اړمنو کسانو ته د کمپيوټر او موبايل ترميم همداراز د خیاطۍ او د انګليسي ژبې زده کړې روزنیز پروګرامونه په لاره اچولي وو، چې  هغوی نن د یوې روزنیزې دورې له بشپړولو  وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په همدې موخه په جوړ شوي پروګرام کې د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد د یادې مؤسسې د هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ د ورته پروګرامونو د دایرولو غوښتنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د پروګرام په پای کې فارغ شویو کسانو ته د حرفو اړوند ابزار او وسایل هم ورکړل شو.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS