د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د معلوماتو او ارقامو د ثبت او ساتلو په موخه ډېټابېس جوړ شو

asad_admin
Sat, Oct 12 2024 2:15 PM
mmd

د چارو د ښه مدیریت او د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ډېټابېس او معلوماتو ریاست له لوري د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو ریاست لپاره ډېټابېس جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په همدې موخه په جوړ شوي پروګرام کې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناءلله فرقاني، د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا او د ډېټابېس پروګرامر محترم یما اقبال ګډون کړی وو.

محترم مولوي باقي بالله فضلي معلوماتو ته اسانه لاسرسی، په ښه توګه در راپورونو ترتیبول، د خدمتونو د کیفیت لوړول او په آنلاین بڼه د کارولو د وړتیا درلودل، یې د جوړ شوي ډېټابېس له مهمو ځانګړنو څخه یاد کړل.

په ورته وخت کې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناءلله فرقاني د ډېټابېس او معلوماتو ریاست څخه د یاد ډېټابېس د جوړولو په پار مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست ته د چارو د ښه مدیریت لپاره هم ډېټابېس جوړ شوی وو.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS