په ارزګان ولايت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sun, Sep 29 2024 8:57 AM
mmd

د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د ارزګان ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست پر (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې خوراکي توکي چې اوړه، وريجې، غوړي، بوره، او ځيني نور توکي شامل وو، ووېشل شول.

هغو کسانو چې مرستې یې ترلاسه کړې وې د ارزګان ولايت‌ د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له مسؤلينو څخه یې مننه وکړه او د نورو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عتیق الله منظور د یادې مؤسسې له مسؤلینو وغوښتل چې په دې ولايت کې له یتیمانو، کونډو او معلولینو سره لازیاتې مرستې ترسره کړي تر څو په ښه توګه د هغوی اقتصادي ستونزو ته رسیدګي وشي‌.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS