د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دې وزارت له اړوندو کارکوونکو څخه د عقيدتي او فقهي مسایلو ازموینه واخیستله

nasrat_admin
Thu, Sep 05 2024 11:08 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت کارکوونکو ته د دیني مسائلو د زده کړې په برخه کې یو منظم تدریسي پروګرام پېل شوی وو، چې په هغه کې اړوند کارکوونکو ته د عقیدتي او فقهي مسائلو په برخو کې زده کړې ورکړل شوې وې، نن د هغوی څخه په تقریري او تحریري بڼه ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې د اخیستلو پر مهال د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود وویل: د الله تعالی جل جلاله په فضل او کرم په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی او له نېکمرغه د اسلامي امارت مشرتابه د کارکوونکو د سمې لارښوونې او هغوی ته د دیني زده کړو په موخه په ټولو وزارتونو او ادارو کې د دعوت او ارشاد ریاستونه رامنځته کړي تر څو هغوی ته په عقیدتي، فقهي او نورو دیني مسایلو کې اړینې او ګټورې زده کړې ورکړل شي او د دې وزارت د دعوت او ارشاد رياست هم په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودلي دي.

همداراز د دې وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي هم د دیني زده کړو پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په ټولنه کې هر وګړي ته د دیني تعلیماتو زده کول او رسول  زموږ او تاسې ګډ مسؤلیت دی، او د دیني او عصري علومو تر ټولو ښه او مؤثقه سرچینه قرآن عظیم الشان دی، دا سپېڅلی کتاب د انسانانو د ژوند لارښود دى او موږ باید هغه د ژوند د پرمختګ لپاره یوه ښه بیلګه وګرځوو او پر احکامو یې عمل وکړو.

د یادونې وړ ده چې یاده ازموینه د کارمندانو څخه په تحریري بڼه او د هغو خدماتي کارکوونکو څخه په لیک او لوست نه پوهیده په شفاهي(تقریري) ډول واخیستل شوه.

هغه ګډونوال چې په دې ازموينه کې لوړۍ نمرې ترلاسه کړي د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له لوري به هغوی وستایل شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS