د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه د میرمنو لپاره د مهارتونو زده کړې او تحقیق مؤسسې (ORSTW) سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
Tue, Sep 03 2024 11:40 AM
mmd

د دې هوکړه لیک پر بنسټ به، د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په ګډون د سرخرود او بهسودو ولسوالېو کې پنځه څلوېښت(۴۵) تنو مستحقو معلولینو ته د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه د پوهاوي روزنیز ورکشاپونه په لاره واچول شي او د ورکشاپونو ګډونوالو سره به یوه اندازه نغدي مرستې هم ترسره شي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د میرمنو لپاره د مهارتونو زده کړې او تحقیق مؤسسې (ORSTW) مسؤل، محترم محمد نبي احمدزي تر منځ لاسلیک شو.

د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې مجموعي ارزښت (۹) زره او (۹۹۰) امریکایي ډالره دی چې د درېیو میاشتو په موده کې به تطبیق شي

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS