د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند جوزجان ولایت ته سفر وکړ

nasrat_admin
Mon, Aug 26 2024 1:58 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د دې سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر د ارزونې ترڅنګ د فدایانو  کورنېو لیدو او پوښتنې ته ورغی، د هغوی ستونزې یې واوریدې، د شهیدانو پاک روح ته یې دعا وکړه او د هغوی کورنېو سره یې نغدي مرستې ترسره کړې.

محترم الحاج ملا عبدالمجید اخند جوزجان ولایت ته یې د خپل سفر اصلي موخه د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو ارزونه وبلله او کارکوونکو سره یې په کتنه کې وویل:

دې ولایت ته زموږ د سفر یوه مهمه موخه د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره لیده کاته د هغوی ستونزې له نږدې اوریدل او د هغوی غوښتنو او ستونزو ته رسیدګي ده.

همدارنګه وزیر صاحب  د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې د دوی اړتیاوو او ستونزو ته به پاملرنه وشي او زياته یې کړه: د اسلامي امارت نظام د مجاهدینو په قربانیو او د ولس په همکارۍ سره را منځته شوی دی  او د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي تر څو د خلکو ستونزې او اړتیاوې د خپل وس مطابق رسیدګي وکړي.

هغه همداراز د شهيدانو وارثينو او معلولينو ته د لا ښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ياد رياست مسؤلينو ته لازم هدايات ورکړل.

د دې کتنې پر مهال د جوزجان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي شبير احمد د ياد رياست د فعاليتونو او کړنو  په اړه د راپور وړاندې کولو په ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو  کورنيو ستونزو او  غوښتنو ته د پوره رسيدګي ډاډ ورکړ.

په ورته وخت کې د شهیدانو یو شمېر کورنیو او معلولینو هم د اسلامي امارت له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه.

په دې سفر کې چې د وزارت د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد او د ډېټابېس او معلوماتو رياست د پروژې مالي مسؤل محترم مولوي شبیر احمد د محترم وزیر صاحب ملتیا کوله، د هغو معلولینو لیدو ته هم ورغلل چې د تېر شل کلن جهاد پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو، د هغوی ستونزې هم واوریدل شوې او ورسره نغدي مرستې ترسره شوې.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر په بلخ ولایت کې د فدایانو کورنېو سره له نږدي کتلي وو، او هغوی یې سره نغدي مرستې ترسره کړې وې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS