د پکتیکا ولایت د شهیدانو اومعلولینو چارو رئیس په اورګون ولسوالۍ کې د یو شمېر شهیدانو له کورنېو سره نغدي مرسته ترسره کړه

nasrat_admin
Tue, Apr 16 2024 11:32 AM
mmd

د پکتیکا ولایت دشهیدانو اومعلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج چې د یوسف خیلو او اورګون ولسوالېو د شهیدانو او معلولینو چارو مدیرانو یې ملتیا کوله په اورګون ولسوالۍ کې د یو شمېر شهیدانو له کورنېو سره له نږدې لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې په ترتیب سره هغه کورنۍ چې د شهیدانو شمېر یې اووه تنه وو (۱۳۰۰۰) افغانۍ او هغه کورنۍ چې درې یا څلور کسان یې شهیدان شوي وه (۹۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د پکتیکا ولایت دشهیدانو اومعلولینو چارو رئیس د مرستو د وېش پر مهال خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت مجاهدینو د خپلو ځانونو په قرباني کولو سره په هېواد کې اسلامي نظام قایم کړی او موږ ته لازمه ده تر څو د هغوی د ورثه ؤ څخه په ښه توګه پالنه وکړو.

په ورته وخت کې دشهیدانو کورنېو هم د پکتیکا ولایت دشهیدانو اومعلولینو چارو ریاست له همدردۍ او خواخوږي څخه مننه وکړه او د اسلامي امارت د دایمي پایښت لپاره یې دعا وکړه.

همداراز محترم مولوي محمد نبي وهاج د شهیدانو مقبرې ته ورغی او هغوی ته یې دعا وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS