په ننګرهار ولایت کې پر شپږ سوه (٦٠٠) تنو یتیمانو خوراکي توکي وویشل شول

nasrat_admin
Wed, Mar 06 2024 2:02 PM
mmd

د لیف خیریه مؤسسې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ پر شپږ سوه (۶۰۰) تنو یتیمانو باندې د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي، بوره، سوجي اوړه، دال او مکروني شامل وو، په شفاف ډول وویشل او همداراز یادو یتیمانو ته ژمنۍ البسه هم ورکړل شوه.

د مرستو د‌ ویش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک خبرې وکړې او زیاته یې کړه: " موږ د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د خدمت په موخه ګمارل شوي یو، هغوی ته به د غوره خدمتونو په وړاندې کولو او د خیریه بنسټونو څخه د لا زیاتو مرستو په راجلبولو کې خپلې نه ستړې کیدونکې هڅې جاري وساتو تر څو په ښه توګه د دې اړمنو خلکو لاسنیوی وشي."

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS