د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو د لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ پیل کړ

nasrat_admin
Mon, Feb 19 2024 2:06 PM
MMD

د دې ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم قاري محمد امین درویش، د ډیټابیس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست، ، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس  مفتي فیصل خاموش د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده او د اړوندو څانګو آمرینو او کارکوونکو ګډون درلود.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د دې روزنیز ورکشاپ د اهمیت په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د هېواد یوه اغیزمن او مظلوم قشر په خدمت کې دی، او لازمه ده چې د دې وزارت کارکوونکي هغوی ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ادارې او مدیریت اړین مهارتونه زده کړي تر څو ورسپارل شوې دندې په بشپړ مسؤلیت ترسره کړي.

نوموړي همدا راز وویل: د ننني ورکشاپ د جوړیدو اصلي موخه د اداري مراسلاتو او مدیریت په برخه کې د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو لوړول دي او هیله ده چې د دغه ورکشاپ په پای کې به اړوند مدیران له هغه څه چې په دې برخه کې یې زده کړي، ګټه پورته کړي.

په دې پروګرام کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د یاد ورکشاپ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: زموږ هڅه دا ده چې د دې ورکشاپ په پیلولو سره به اړوند مسؤلین وکولای شي چې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته با کیفیته خدمتونه وړاندې کړي تر څو د دوي پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې له منځه لاړې شي.

هغه همدراز زياته کړه: په دې ورکشاپ کې به د مرکز او ولايتونو د مالي او اداري چارو مديرانو ته د اداري اساساتو، پلان جوړنې، د اداري مراسلاتو، د استخدام پروسې، مالي برخو، کمپيوټر د پروګرامونو، او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله زده کړه ورکړل شي.

په دې پروګرام کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د یاد ورکشاپ د پیلولو په پار د بشري سرچینو ریاست له نوښت څخه د مننې په ترڅ کې وویل: حکومتولي هغه وخت پیاوړې کیږي چې هر څوک خپل مسؤلیتونه په سمه او مؤثره توګه ترسره کړي او د خپلو زده شویو مهارتونو څخه په ښه توګه کار واخلي.

د دې پروګرام په پای کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش هم خبرې وکړې او د یاد ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل چې د نویو مهارتونو د زده کړې په برخه کې هڅې وکړي او خپل مسؤلیتونه په پوره ایماندارۍ سره ترسره کړي.

د یادولو وړ ده چې یاد ورکشاپ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا جوړ شوی چې په هغه کې د مرکز او ولایتونو څخه تر پنځوسو زیاتو د مالي او اداري چارو مدیرانو ګډون کړی دی چې د لسو ورځو په موده کې به د ادارې او مدیریت په برخو کې مسلکي مهارتونه زده کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS