د شهیدانواومعلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت د امنیه قوماندان ښاغلي مفتي یوسف سره لیدنه وکړه

nasrat_admin
Tue, Aug 22 2023 3:10 PM
mmd

په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي، د مالي او حسابي چارو رئیس ښاغلي قاري محمد امین درویش، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي مفتي فیصل خاموش او همداراز د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس ښاغلي مولوي ثنأالله فرقاني حضور درلود.

په یاده لیدنه کې ښاغلي الحاج ملا عبدالمجید آخند په هیواد کې د مجاهدینو د قربانیو او سرښندنو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت په واکمنیدو سره په هیواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی او ټول هیوادوال د امن او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي.

همداراز د نورستان ولایت د امنیه قوماندان ښاغلي مفتي یوسف په نورستان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له اړوند ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: په یاد ولایت کې د شهیدانو کورنیو او معلولینو پر وړاندې شته ستونزو او ننګونو ته پر وخت رسیدګي شوې ده.

په ورته وخت کې د شهیدانواومعلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني هم په جلا توګه د نورستان ولایت امنیه قوماندان سره وکتل: ښاغلي شیخ صاحب په دې لیدنه کې وویل: د الله جل جلاله په فضل سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نورستان ولایت د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته وخت پر وخت مساعدتونه او مرستې رسولې دي.

نوموړي همداراز زياته کړه: " مجاهدینو د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره خپل ځانونه قرباني کړي

 يو وخت هغوی شتون درلود خو نن هغوی زموږ سره نشته او داسې وخت به هم راشي چې موږ به هم نه یو، نو په کار ده چې د شهيدانو کورنۍ له پامه ونه غورځول شي.″

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS