د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شپږو (۶) بستونو لپاره ازموینه واخیسته

nasrat_admin
Sat, Jul 29 2023 2:30 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست په دې وزارت کې د شپږو (۶) خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستله، په دې ازموینه کې پنځه پنځوس (۵۵) تنو وړ کسانو د ازادې سیالۍ له لارې ګډون وکړ.

له ګډونوالو څخه د ازموینې اخیستو په پروګرام کې د بشري سرچینو رئيس ښاغلي مولوي محمد موسى صديقي، د وزارت د دفتر رئيس ښاغلي قاري شاه محمد دوست، د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود، د ټولنيزو خدمتونو تنظیم رئيس ښاغلي مولوي ثناء الله فرقاني، د نوموړي وزارت د اداري او خدماتو رئیس ښاغلي ملا عبدالرحمن فهیم او د وزارت ځینو کارکوونکو حضور درلود.

د دې پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود د دې ازموینې په تړاو چې د آزادې سیالۍ په بڼه ترسره شوه، پر ارزښت خبرې وکړې، زیاته يې کړه: تقوا، اخلاص، دیني او معاصره پوهه هغه موارد دي چې په دې آزموینه کې به په پام کې ونیول شي.

نوموړي همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو له ریاست څخه د مننې تر څنګ ټینګار وکړ، چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي.

همدارنګه د دې ازموینې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست د استخدام آمر ښاغلي محمد انور سخیزاده د ازموینې د اخیستو د څرنګوالي په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې دا ازموینه به په شفاف ډول ترسره شي او د ازموینو د پاڼو په څیړنه کې به له پوره دقت  څخه کار واخیستل شي.

د يادونې وړ ده، چې د دې ازموينې ګډونوالو له دې وړاندې دغه وزارت ته خپل غوښتنلیکونه سپارلي وو.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS