د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د ولایتي رئیسانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

nasrat_admin
Sat, Oct 29 2022 11:56 AM
mmd

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوي وو، په هغې کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د نورو اړوندو څانګو رئیسانو ګډون درلود.

د یاد روزنیز پروګرام په پرانیست غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د غونډ‌ې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او هغوی یې وهڅول تر څو زده کړې ته د ځانګړي شوي وخت څخه په ښه توګه ګټه واخلي.

د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان چې په یاده غونډه کې ولایتي رئیسانو او کارکوونکو ته د ورکشاپ پر اهمیت خبرې کولې وویل: له راغلي ترینرانو او استادانو د زده کړو په ګټې اخیستنې سره کولاې شو، د ښې حکومتولۍ په برخه کې راسپارل شوي مسؤلیتونه په ښه ایماندارۍ او اخلاص سره سرته ورسوو.

نوموړي همداراز د ولایتي رئیسانو لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د طرحې سره سم د بودیجې پر شفاف او پر وخت مصروفول، لویه لاسته راوړنه وبلله.

د یاد روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د یاد روزنیز ورکشاپ پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دې روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې به د یاد وزارت اړوند ولایتي رئیسانو او کارکوونکو ته د اداري موضوعاتو، مکتوب لیکنې او پلان جوړونې په برخه کې مهارتونه ورزده کړل شي.

یاد ورکشاپ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د آمریت له لورې په لاره اچول شوی چې په هغه کې به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ولایتي رئیسانو او کارکوونکو ته د یوې اونۍ په موده کې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ  د استادانو له لوري مسلکي زده کړي ورکړل شي.

د یادولو وړ ده چې په یاد ورکشاپ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (۸۰)  تنه ولایتي کارکوونکي ګډون لري چې د ورکشاپ په پای کې به ګډونوالو ته تصدیق نامې هم ورکړل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS