د شهیدانو او معلولینو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړه شوه

farahmand_admin
Mon, Feb 07 2022 3:45 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د ښاغلي شیخ عبدالحکیم د یاد وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو او ملاتړ معین په مشرۍ، او د اړوندو ریاستونو د رییسانو په شتون کې ترسره شوه.

 

دغه غونډه چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړی د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریس ښاغلي  مولوي عبدالاحد د اړوندو ادارو د رییسانو څخه و غوښتل چې خپلې دندې  او مسولیتونه دی  په پوره ایماندارې او اخلاص تر سره کړي.

د رهبرۍ شورا په دې غونډه کې د وزارت د تیلو پر قرارداد، د کارکوونکو د امتیازي معاشونو او همدارنګه د وزارت د وسایطو د ثبت او راجستر د  پروسې په اړه خبرې  وشوې چې د وزارت ځینو برخو کې تر اوسه دغه پروسه سرته نه ده  رسېدلې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال  ښاغلي شیخ عبدالحکیم د کار د زیاتوالي او د هغې په اغیزمن ډول سرته رسولو  یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ددې مظلومې طبقې (د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو) لپاره باید اساسي او بنسټیز کار وشي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS