د مالي او اداري چارو لوی رییس د وزارت د مالي او اداري چارو پر چټکتیا، روڼتیا او همغږۍ تاکید وکړ
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو لوی رییس ښاغلي ضیاالحق فضلي د مالي او اداري چارو د لوی ریاست مسولینو او کارکوونکو سره د یوې تعرفي ناستې پر مهال د مالیي او اداري چارو پر روڼتیا، چټکتیا او همغږۍ رامنځته کولو ټینګار وکړ، وویل چې د شته وضعیت د څرنګوالي د ارزونې او ښه والي په موخه به هر اړخیر ګامونه پورته شي.
ښاغلي فضلي د شهیدانو درنو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د چټکو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د کړنو او اجراآتو پر اغېزمنتیا، ډله ییز کار، د ټولو ریاستونو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ په لا پیاوړتیا بحث وکړ، زیاته یې کړه، چې اړوندې برخې باید خپل مسولیتونه د بشپړې ژمنتتیا پر بنسټ ترسره کړي.
په دې غونډه کې د بېلابېلو برخو مسولینو او کارکوونکو د چارو د لا ښه والي په موخه خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې هم شریکې کړې. پرېکړه وشوه، چې چارې به په جدي ډول څارل کېږي او د لا ښه والي لپاره به یې بېړني اقدامات ترسره شي.