د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له سرپرست سره د معلولیت لرونکو اشخاصو د ملي فدراسیون تخنیکي کمیټې غړو لیدنه

farahmand_admin
Thu, Aug 05 2021 1:10 PM
دیدار

د معلولیت لرونکو اشخاصو ملي فدراسیون تخنیکي کمیټې غړو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي سره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عمرا خان منیب په حضور کې وکتل، په دې لیدنه کې د ګډې همغږۍ په څرنګوالي خبرې وکړې.

په پیل کې، د تخنیکي کمیټې غړو د معلولیت لرونکو اشخاصو ملي فدراسیون په جوړولو کې د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې شته ننګونې او ستونزې د وزارت له مقام سره شریکې کړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د یادې کمیټې له هڅو او کړنو څخه مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې د ملي فدراسیون جوړیدل یوه ملي اړتیا ده او فدراسیون کولی شي چې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د رسیدګۍ او د هغوی د حقوقو د غوښتلو په موخه بنسټیز رول ولوبوي.

په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست د دې وزارت له اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ او د دې کمیټې د فعالیتونو پر ګړندیتوب یې ټینګار وکړ.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي عمرا خان منیب د معلولینو پر وړاندې له شته ستونزو څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه "د فدراسیون ټول تخنیکي کارونه نهایی کیږي او موږ هڅه کوو د خپلو فعالیتونو ښه کولو لپاره د فدراسیون اجماع پیاوړې کړو ، او اوس یوه نسبي اجماع تر لاسه شوې ده.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS