د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په ملګرو ملتونو  کې د افغانستان له دایمي استازي سره وکتل

farahmand_admin
Tue, Jul 06 2021 1:46 PM
دیدار

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست ښاغلی پوهنمل حمیدالله فاروقي، له ښاغلي غلام محمد اسحق زی( په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې) سره وکتل او د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو پر اړوندو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

ښاغلی فاروقی په دې وزارت کې د ښاغلی اسحق زی له راتګ څخه مننه وکړه او د هغه د ښه راغلاست ترڅنګ د شهیدانو او معلولینو وزارت د برنامو، فعالیتونه، لاسته راوړنو او ټولو هغو بندیزونو په هکله چې د خدمتونو د وړاندې کولو په وړاندې شتون لري، ورسره خبرې وکړې. او زیاته یې کړه چې دغه وزارت د شفافیت د رامنځته کولو په لټه کې دی او کوښښ کوي چې  د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو وارثینو ته ښه خدمت رسونه وکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وویل: چې دغه وزارت د قانون سره سم د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو وارثینو حقونه او امتیازونه ورکړی دي او د ملي او بین المللي اړوندو بنسټونو په همغږۍ سره معلولیت لرونکو وګړو ته د وړتیا بیا موندنې، د زده کړې د زمینې د برابرولو اود کارموندنې په برخه کې کار کوي. د یو لړمعلوماتو له مخې د معلولیت لرونکو وګړو شمېر هره ورځ مخ په زیاتېدو کې دي او که داسې دوام وکړي نو دغه خدمتونه به بسنه نه کړي.

ښاغلی فاروقي وویل:  چې دغه وزارت د بودیجوي کموالي او د تیروکلنو د مقروضیت له امله د خپل برنامو او فعالیتونو په ترسره کولو کې له سترو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي، چې د دې کړاوونو حل بین المللي مرستې ، په ځانګړې توګه نړیوالو ټولڼو مالي او تخنیکي مرستو ته اړتیا لري.

د وزارت سرپرست په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له دایمي استازي څخه وغوښتل چې تر څو په ملګرو ملتونو  کې د نورو هېوادونو او استازو سره د ډیپلماټیکو خبرو اترو او مذاکراتو په وخت کې د شیهدانو او معلولیت لرونکو وګړو موضوعګانې په پام کې ولري او په دې برخه کې له هغوی څخه د هر اړخیزې همکاريو غوښتوونکي شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي ښاغلی غلام محمد اسحق زۍ د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو پر اړوندې موضوعګانې باندې، په ملګروملتونو کې د نورو هېوادونو د استازو سره له ډيپلماټیکو خبرو اترو او مذاکراتو څخه وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړه او زیاته يې کړه چې په نیورک کې د نړیوالې ټولڼې له مسوولینو سره د تعاووني صندوق د جوړولو په اړه باندې  به خبرې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي وویل: چې د شهیدانو وارثینو او د معلولیت لرونکو وګړو د ګډون لوړولو موضوع او همدا راز د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې د کلتور او ټولنیز فرهنګ بدلون موضوع مهمه  وبلله او ژمنه یې وکړه چې په دې اړه به د نړیوالو سازمانونو او ټولڼو له استازو  سره خبرې وکړي او په دې برخه کې به له هغوی څخه مالي او تخنیکي مرستې وغواړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS