د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او  له مسلم هنډز نړیوالې موسسې سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل

farahmand_admin
Sun, Aug 01 2021 9:30 AM
تفاهم

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې اغلې صبرۍ اندړ، د ارشاد، حج او اوقاف ورازت مسلکي مرستیال امین الدین مظفري او د مسلم هنډز موسسې مشر فضل احمد خان رڼاخېل سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.

 اغلې اندړ په دې غونډه کې چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او ځینې ملي او نړیوالو بنسټونو لخوا د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې یو اړین ګام اخیستل کېږي او د دې هوکړه لیکونو لاسلیک به د یادو کسانو ستونزې تر ډېره حل کړي.

اغلې اندړ زیاته کړه: "دا هوکړه‌ لیکونه د معلولیت لرونکو وګړو حقونو او امتیازونو په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړول، په ټولنه کې د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د ژوند غوره فرصتونو ته لاسرسی، د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو د میراثي حقونو د ساتنې او په جوماتونو او ممبرونو کې د شهیدانو کورنیو ته د یوه ځانګړي میکانیزم له لارې خدمتونه او عامه پوهاوی ترسره کیږي."

اغلې اندړ وویل: "همدارنګه د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د عمل پلانونو ډیزاین او پلي کول، د همغږۍ او همکارۍ پیاوړي کولو لپاره د بین الوزارتي همغږۍ میکانیزم رامینځته کول او دوی ته د خدمتونو چمتو کولو پروسه کې د معلوماتو د تبادلې سیسټم رامینځته کول، د دې تړون  نورې موخې دي."

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې صبرۍ اندړ وویل د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو پروسې کې د مخکښ، همغږۍ او نظارت کوونکي ارګان په توګه، هر اړخیز کار کوي او په همدې موخه مو نن یاد هوکړه لیکونه لاسلیک کړل تر څو د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ژوند د کچې په لوړولو کې مو یو اړین ګام پورته کړی وي.

په پای کې اغلې اندړ له دواړو ادارو (د ارشاد، حج او اوقاف وزارت او مسلم هندز نړیوالې موسسې) څخه مننه او کورودانی وکړ چې د لاسلیک په غونډه کې یې ګډون وکړ.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS