د معلوليت لرونکو وګړو د م۱۱ فورم ستونزه هوارېدونکې ده

sadiq_admin
Tue, Jun 08 2021 10:20 AM
sd

د معلوليت لرونکو وګړو د م۱۱ فورم ستونزه هوارېدونکې ده

نن دوشنبه د مرغومي په ۱۷مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي په مشرۍ د رهبري هيئت فوق العاده ناسته ترسره شوه او د معلوليت لرونکو وګړو د م۱۱ فورم د ستونزې هواري د څرنګوالي او يوې پرېکړې ته د رسيدنې په پار پکې خبرې وشوې.

ښاغلي فاروقي اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه، څومره ژر چې ممکن وي د م۱۱ فورم لپاره دې مناسبه حللاره ومومي او همدارنګه هغو کسانو ته چې د بیلابیلو لاملونو له امله يې د م۱۱ فورم ورک، سوځولی او يا له منځه تللی وي، ډاډ ورکړي چې د هغوی حقوق خوندي دي او وزارت ژمن دی چې د هغوی بنسټيزو ستونزو د هواري په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي او د حقوقو حوالې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

همدا راز په دغه ناسته کې د اړوند برخو چارواکو ته دنده ورکړل شوه، چې د م۱۱ فورم په تړاو بيړنۍ حللاره ولټوي او د ياد فورم نه لرونکو وګړو په هکله د ورځنيو اجرااتو راپور د وزارت له مشرتابه سره شريک کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS