خبرتیا!

sadiq_admin
fs

خبرتیا!

په کابل کې د شهيدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته خبر ورکول کېږي، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د برېښنایي تذکرو وېش پیل شوی دی. درانه معلولین کولای شي، چې وزارت ته تشریف راوړي او د بریښنایي تذکرې لپاره فورمونه ډک کړي.

د یادولو وړ ده، چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې هغو معلولینو او شهیدانو ورثې ته حقونو ورکړه کې لومړیتوب ورکول کېږي، چې برېښنايي تذکره ولري.

يادونه: په ولايتونو کې د شهيدانو وارثين او معلولیت لرونکي وګړي کولی شي، چې د برېښنايي تذکرو د ویش اړوندو مرکزونو کې د تذکرې اخيستو لپاره فورمې ډکې کړي.

پته: د هوایی ډګر عمومي سړک، قلعه خياط تمځای، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت