د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره د استوګنځيو ويش طرحه بايد وروستۍ او جمهور رئيس ته ولېږل شي

sadiq_admin
Thu, Mar 04 2021 12:50 PM
d


د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره د استوګنځيو ويش طرحه بايد وروستۍ او جمهور رئيس ته ولېږل شي

نن پنجشنبه د کب په ۱۴مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت استازو سره په ليدنه کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د استوګنځيو د ويش طرحې پر وروستۍ کولو خبرې وکړې او هيله يې وښوده، چې تر نهايي کيدو وروسته به له جمهور رئيس سره شريکه شي. څو ژر تر ژره د شهيدانو کورنۍ او معلولين د سرپناه خاوندان شي.

آغلې اندړ د شهيدانو او معلولينو، د ښارجوړولو او ځمکو، پوهنې، د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو وزارتونو ترمنځ د هر اړخيزو همکاريو په موخه د يو ګډ هوکړه ليک لاسليکول اړين وبلل او په دې برخه کې يې د لازمو اقداماتو د ترسره کیدو ژمنه وکړه.

د ناستې په پای کې هوکړه وشوه، چې د اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ به د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره د استوګنځيو ويش طرحه ژر تر ژره وروستۍ او د جمهور رييس تر تاييد وروسته به د پلې کيدو لپاره هلې ځلې چټکې کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS