کابل کې د وروستيو پېښو د قربانيانو کورنيو سره لیدنه او خواخوږي

sadiq_admin
Sat, Dec 26 2020 2:53 PM
یی

کابل کې د وروستيو پېښو د قربانيانو کورنيو سره لیدنه او خواخوږي

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د خدمتونو وړاندې کولو او ملاتړ مرستيالې جميلې نورستانۍ او ورسره پلاوي د کابل ښار د سپين کلي څلور لاري د چاودنې قربانيانو کورنيو سره وکتل او خواخوږي یې ورسره وکړه.

آغلې نورستانۍ د ستر خدای ج له درباره شهيدانو ته د فردوس جنت او وارثينو ته يې د جميل صبر غوښتنه وکړه.

نوموړې په هېواد کې روان امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او په افغانستان کې يې د سرتاسري سولې د ټينګښت هيله وکړه.

آغلې نورستانۍ څرګنده کړه، چې د شهيدانو ورثې او د ټپيانو ملاتړ او هغوی ته د ژوند د اسانتياوو برابرول د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له لومړيتوبونو څخه دي او په دې برخه کې يې د وزارت له اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکر.

د کمک موسسې استازي هم ګډون درلود. له جنګه اغيزمنو کورنيو ته د یادې موسسې د تګلارې له مخې د مرستو د بېلا بېلو کڅوړو د ورکړې ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS