د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په اړه د مسوولو ادارو د نقش پر څرنګوالي غونډه وشوه

sadiq_admin
Tue, Nov 24 2020 9:33 AM
cxc

د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په اړه د مسوولو ادارو د نقش پر څرنګوالي غونډه وشوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د جمهور رییس له لوري د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په اړه د ټاکل شویو ادارو مسولینو سره وکتل او د یادې ورځې د ترسراوي پر څرنګوالي یې خبرې وکړې.

د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې (ډسمبر ۳) د نمانځنې لپاره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سربېره د معلولینو په چارو کې د جمهور رییس د سلاکار دفتر، ملي امنیت شورا، د جمهوري ریاست د چارو ادارې او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ته مسولیت سپارل شوی دی.

ښاغلي آریوبي وویل، چې سږ کال به دغه ورځ له نورو کلونو په متفاوته توګه د ملي سمپوزیم په بڼه ونمانځل شي او د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ لپاره به د ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو د همکارۍ د جلبولو او ژمنتیا اخیستلو لپاره ترې د یوه مهم فرصت په توګه ګټه پورته کړي. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د یادې ورځې د نمانځلو پر مهال به د معلولیت لس کلنه ملي ستراتېژي هم په رسمي ډول پیل شي. ښاغلي آریوبي تاکید وکړ، چې د دې ورځې د غوره نمانځنې او د مطلوبو پایلو ترلاسه کولو په موخه باید ټولې اړوندې ادارې خپل ټاکل شوي مسولیتونه به ښه ډول ترسره کړي.

د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب هم د ملي سمپوزیم په بڼه د یادې ورځې نمانځل بې ساری اقدام وباله او د یوې سترې موخې په توګه یې د دې ورځې پر نمانځلو د ټینګار تر څنګ خپل نظریات هم شریک کړل.

د یادو ادارو مسولینو هم د دې ورځې د نمانځنې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د وزارت له رهبرۍ سره شریک او د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ په لرلو یې ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS