د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه د کانکور عمومي اولنمره وستایله

content_admin
Sun, Sep 27 2020 12:00 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه د کانکور عمومي اولنمره وستایله

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ او کارکوونکو د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د ۱۳۹۹ل کال د کانکور ازموینې د عمومي اولنمرې شمسیې علي زاده بریا وستایله او مبارکي یې ورته وویله.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي شمسیې او د هغې کورنۍ ته مبارکي وویله او د نوموړې له لوري د لومړي مقام ترلاسه کول یې ستر ویاړ وباله، زیاته یې کړه: دې بریا وښوده چې زموږ ښځینه د ډېرو وړتیاوو څخه برخمنې دي او کولای شي له دې ستر ویاړونه وګټي.
ښاغلي آریوبي د هېواد په ټولو میندو او پلرونو غږ وکړ، چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي، تر څو باسواده او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ سبب وګرځي.
ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې دا ډول غونډې د یاد وزارت کاري برخه نه جوړوي، خو د هېواد لپاره د هر افغان لاسته راوړنه باید باارزښته وګڼل شي او په ویاړ یې د ستاینې او خوښۍ غونډې جوړې شي. نوموړي د کانکور عمومې اولنمرې ته ډاډ ورکړ، چې وزارت به یې په راتلونکي کې هم تر ممکن حده ملاتړ وکړي.
د وزارت د جندر برخې سلاکارې صفیې صدیقي هم د شمسیې عمومي اولنمرګي د هېوادوالو لپاره ویاړ وباله وویل، چې افغان کورنۍ باید خپلې لوڼې زده کړو ته وهڅوي او ملاتړ یې وکړي.
تکړه شاعر جمعه نور مجبور د شمسیې د بریا په وصف کې هغې ته خپل لیکل شوی شعر واوره، چې پکې د هېواد یو زیارکښه مېرمن ګڼل شوې وه.
د کانکور عمومي اولنمرې په خپلو خبرو کې د وزارت له رهبرۍ نه د مننې تر څنګ وویل، چې د ملي وحدت ټینګښت او قومي، ژبنو او نورو تعصباتو د ختمولو لپاره به کار وکړي او د راتلونکي یوارینۍ موخه یې خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت دی.
ښاغلي آریوبي مېرمن شمسیه په ستاینلیک او نغدي مرسته او د وزارت مسولینو د ګلونو په ګېډیو او بېلابېلو ډالیو وستایله او د نورو بریاوو هیله یې ورته وکړه.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS