د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت خپلواکه کېدو په اړه د ولسي جرګې مشترک کمېسیون

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۵:۳۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت خپلواکه کېدو په اړه د ولسي جرګې مشترک کمېسیون ته معلومات ورکړل شوه

نن سه شنبه د ( دلوې میاشتې لومړۍ) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلی لعل الدین آریوبي د ولسي جرګې له لوري وربلل شوی و، تر څو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د خپلواکه کېدو په اړه د ولسي جرګې د مشترک کمېسیون غړو ته معلومات وړاندې کړي.
ښاغلي آریوبي په پیل کې د یاد کمېسیون غړو ته د وزارت د تېر یو کال فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړه او د وزارت د خپلواکه کېدو په اړه یې وویل: د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کېدل د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د یادو قشرونو ستونزو ته د رسیدګۍ او دوی ته د خدمتونو او په مختلفو برخو کې د فرصتونو برابرولو لپاره ضرور او یوه شدیده اړتیا ګڼل کېږي. اړینه ده، چې معلولیت لرونکي وګړي او د شهیدانو کورنۍ د یو واحد او خپلواک ادرس خاوندان وي.
ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې معلولیت لرونکي وګړي او د شهیدانو کورنۍ په اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي، علمي، د امکاناتاتو او اسانتیاوو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دوی ته د یوې خپلواکې ادارې په نشتون کې یادو ستونزو ته رسیدګي او حل یې ستونزمنه چاره ده. د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په خپلواکه کېدو سره دغه قشر ته د زده کړو، کار موندنې، اقتصادي پیاوړتیا، ټولنیز او سیاسي ادغام او ځان بسیاینې سربېره په نورو ډېرو برخو کې د پام وړ کارونه، چې د دوی د ژوند د ښه والي په برخه کې مثبت نقش ولري، ترسره شي.
ښاغلي آریوبي د دغه کمېسیون غړو ته د وزارت د خپلواکه کېدو د ګټو په اړه وویل، چې یاد قشر ته به د دوی د حقوقو په ورکړه کې رونټیا رامنځته شي او دا چې دغه وزارت اوس یو مصرفي اداره ګڼل کېږي له دې وروسته به د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ځان بسیاینې، زده کړو، حرفوي زده کړو، ټولنیز ملاتړ، په ټولنه کې د بیا ګډون او اسانتیاوو برابرولو لپاره لار هواره شي.
ښاغلي آریوبي د کمېسیون غړو ته د وزارت د تېرو پلانونو او راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات وړاندې کړه او د وزارت د خپلواکه کېدو اړوند یې د ملت د استازو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
پرېکړه وشوه، چې د وزارت د خپلواکه کېدو موضوع به سبا د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د رایې اخیستنې لپاره وړاندې شي. د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ هیله وښوده، چې د ملت استازي به د ټولنې د یو ستر قشر غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۲
Background image

په بلخ ولایت کې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶) میلیونه، (۴) زره او (۷۰۰) افغانۍ پر (۱۴۹) مستحقو یتیمانو او کونډو باندې په منظم او عادلانه ډول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې په (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یتیمانو د‌ ملاتړ په موخه د (HHRD) مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۵۰) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۵۱
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۴۰) مستحقو یتیمانو باندی نغدي مرستې وویشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند پر (۴۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان. . .

BACK TO NEWS