اعلان کاریابی
Publish Date
Closing Date
اعلان کاریابی!
به منظور تحقق اهداف عالی امارت اسلامی افغانستان در راستای ایجاد و اصلاح ادارۀ سالم و استخدام نیروی انسانی متعهد و مسلکی، وزارت امور شهداء و
معلولین یک بست ان تی ای اداره کنندۀ دیتابیس (Database Administration) پروژۀ انکشافی ریفورم سیستم جدید الکترونیکی را از طریق
رقابت آزاد، از تاریخ ۴/۲۹/ ۱۴۰۵ الی ۱۴۰۵/۵/۱ به اعلان میسپارد. واجدین شرایط میتوانند فورم درخواستی بست اعلانشده را به
شکل حضوری از آمریت استخدام ریاست امور کارکنان دریافت نموده، فورم متذکره را بعد از خانه پوری دقیق همراه با اسناد مورد
نیاز و تجارب کاری خویش، در وقت معین به ریاست امور کارکنان این وزارت، واقع قلعه خیاط – سرک عمومی میدان هوایی
بینالمللی کابل، تسلیم نمایند.
|
دDatabase Administrator د دندې لایحه |
|
|
د بست په هکله عمومي معلومات: |
|
|
د بست نوم: |
د Database Administratorډیټابیس اداره کوونکی |
|
بست: |
NTA |
|
وزارت/ اداره: |
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت |
|
اړونده څانګه: |
د ډیټابیس او معلوماتو د سیسټم ریاست |
|
موقعیت: |
کابل |
|
د بستونو شمېر: |
۱ |
|
تحصیلي کچه: |
لیسانس |
|
کاري تجربه: |
۵ کاله |
|
درجه (ګریډ): |
ج – ۱ C-1 |
|
د معاش اندازه: |
د NTA د طرزالعمل مطابق |
د دندي موخه: د ډیټابیس اړوند سیسټم خوندي توب، محرمیت، د معلوماتو بشپړتیا څخه ډاډ او د معلوماتي سیسټمونو اغېزمن او دوامداره مدیریت.
دندي او مسئولیتونه:
اساسي دندي:
۱. د مرکزي او ولایتي ډیټابیسونو څخه دوامداره مدیریت او څارنه.
۲. د ډیټابيس امنیتي تګلارو او لارښودونو طرح، تطبیق او د کاروونکو حسابونو (Users) ته د لاسرسي (Access) اړوند چارو تنظیم.
۳. د ډیټابيس منظم بیک آپ (Backup) اخیستل او د اړتیا پر مهال د معلوماتو بېرته راګرځول(Recovery).
۴. د ډیټابيس د فعالیت ( performance)ارزونه، اصلاح او په سیسټمونو کې د ستونزو ژر تشخیص او حل کول.
۵. د معلوماتو د بشپړتیا، دقت او محرمیت ساتنه او د معلوماتو د ضایع کېدو مخنیوی کول.
۶. د ډیټابيس اړوند تخنیکي اسناد او راپورونو چمتو کولو او د بدلونونو ریکارډ چمتو او تازه (Update)ساتل.
۷. د ډیتابيس پروګرامر او د معلوماتي ټکنالوژۍ له ټیم سره د ډیټابیس د طرحې پراختیا او اصلاح په برخه کي همغږي کول.
۸. د ډیټابيس د سیسټمونو منظم تازه کول (Updates)، امنیتي تدابیر، اصلاحات (Patches) او د نوو نسخو تطبیق کول.
۹. د ډیټابيس د پالیسۍ، معیارونو او غوره کړنلارو(Best Practices) مراعات او پلي کول.
مدیریتي دندي:
- د ټاکل سوو اهدافو ترلاسه کولو په موخه د اړوندې څانګي له پلان سره سم کاري پلان ترتیبول.
- د ترسره سویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا پر مهال راپورونه چمتو کول او ذیصلاح مسئول ته یې وړاندي کول.
- د وزارت د اصولو، مقرراتو او موخو سره سم د آمر له خوا سپارل سویو او نورو اړوندو دندو تر سره کول.
- د دندي پر مهال د ریاست اړوند کارکوونکو سره د مسلکي او تخنیکي مهارتونو او تجربو شریکول.
- له همکارانو او مراجعینو سره نېکه رویه او ښه چلند کول.
د ګمارنې شرایط:
۱- د افغانستان تابعیت ولري.
تحصیلي کچه:
- لږ تر لږه د کمپیوټر ساینس په برخه کي د لېسانس سند درلودل، چي د هیواد دننه او یا بهر تعلیمي مؤسسو څخه تر لاسه کړی وي، او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید سوی وي.
کاري تجربه:
- حد اقل (۵) کاله.
اړین مهارتونه:
- د وزارت د پالیسیو او اړوند ریاست د طرزالعملونو د طرحي او تطبیق وړتیا.
- د هېواد په رسمي ژبو (پښتو او دري) بشپړ تسلط او په انګلیسي ژبه د لوستلو، لیکلو او اغېزمن افهام او تفهیم وړتیا درلودل.
- د ټیمي کار، همغږي او له اړوندو څانګو سره د اغېزمنو اړیکو د ټینګولو وړتیا لرل.