خبرتیا!
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د وېش لړۍ پیل کړې ده، چې په تېرو څو ورځو کې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ د مستحقو کسانو بانکي حسابونو ته لېږدول شوې دي او د وېش دغه بهیر په منظم ډول روان دی.
د مرکز او ولایتونو په کچه د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د شمېر د زیاتوالي له امله، د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د ورکړې بهیر په منظم او نوبتي ډول عیار شوی دی. ټولو مستحقو کسانو ته به خپل میاشتنۍ نغدي مساعدتونه د ټاکل شوي مهالوېش او نوبت له مخې پر وخت حواله کېږي.
په درنښت
