په لوګر ولایت کې یو شمېر یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې
د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنيزې مؤسسې سره په همغږۍ یو میلیون او (۱۶۰) زره افغانۍ پر (۱۴۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې چې هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد رفیق هاشمي، د اقتصاد رياست استازي او د احساس خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
