په سلګونو مستحقو کسانو باندې په کنړ ولايت کې د ژمنیو مرستو وېش

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۹:۱۵
mmd

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د‌ شهیدانو کورنیو او معلوليت لرونکو وګړو د لاسنيوي په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې ووېشلې‌، چې په یادو مرستو کې ژمنۍ البسه او کمپلې شاملې وې.

د‌ کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبید الله حقاني د وزارت له رهبرۍ څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ځانګړې پاملرنې له امله او همداراز د خیریه مؤسسې له مرستو یې مننه او قدرداني وکړه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۹:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو له استازو سره غونډه ترسره شوه

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي باقی‌ بالله فضلي، په هغه غونډه کې چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د امارتي ادارو مسؤلینو او د ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۸:۵۹
Background image

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالقاهر فېروز په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د لسوالیو مدیرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۳۰
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس نادعلي ولسوالۍ ته سفر وکړ

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق‌شناس د یوه پلاوي په ملتیا د نادعلي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د شهید عبدالرؤف اکا د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

شه. . .

BACK TO NEWS