په سلګونو تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې په پروان ولایت کې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې
په یادو مرستو کې چې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي مواد شامل وو، د یوې خیریه مؤسسې له لوري د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ په (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې په تېرې اونۍ کې هم لسګونو مستحقو کورنېو په دې ولایت کې ورته مرستې ترلاسه کړې وې.