د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت په څلور ولسوالېو کې د فدایانو له کورنېو سره نغدي مرسته ترسره کړه
د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د دې ریاست د خاصو شهیدانو مدیر محترم ملا احسان الله صادق، د ټولنیزو خدمتونو مدیر محترم شریف الله بریالي یې ملتیا کوله، د دې ولایت په شینکۍ، نوبهار، شملزایي او اټغر ولسوالېو کې د فدایانو له کورنېو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې واوریدې او هرې کورنۍ سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه.
همداراز یاد پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د ولسوالېو له ولسوالانو سره هم لیدنه وکړه او په یادو ولسوالېو کې یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې ورسره شریکې کړې.
په ورته وخت د یادو ولسوالېو ولسوالانو هم په یاده برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ