د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د بی سرپرسته کورنېو او یتیمانو لپاره د شل (۲۰) باب کورونو د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه
د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د المواسات خیریه بنسټ سره په همغږۍ د شل (۲۰) باب کورونو د جوړولو د بنسټ ډبره کیښوده. د یادې پروژې چارې چې د پکتیکا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې ترسره کیږي د هر کور په جوړلو به یو لک او دیرش زره (۱۳۰۰۰۰) افغانۍ مالي لګښت راځي چې هر کور به دوه خونې، یو پخلنځی او دوه تشنابونه ولري.