په پکتیکا ولايت کې یو شمېر مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو نغدي مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۴:۷

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د يوه خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر یو شمېر یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د دې ولایت په زرغون شهر، جانخيل، خوشامند او ډیلي ولسوالېو کې نغدي مرستې وويشلې، چې په یادو مرستو کې هر یتیم ته (۱۶۰۰۰) او هرې کونډې او معلول ته (۱۸۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

هغو کسانو چې مرستې یې تر لاسه کړی وې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د دغه نيک اقدام ستايني تر څنګ دلا زياتو همکاريو غوښتونکي شول.

د یادونې وړ ده چې د پکتيکا ولايت دشهيدانو او معلولينو چارو رياست په پام کې لري چې د دې ډول مرستو لړۍ د ولايت نورو لرې پرتو ولسواليو ته هم وغځوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS