په مټاخان ولسوالۍ کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر وارزول شو

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمدنبي وهاج د یاد رياست د مدیرانو په ملتيا، د مټاخان ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې ېې واورېدې او د رسیدګي په برخه کې یې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

همداراز د یادو کورنيو سره یې نغدي مرستې هم ترسره کړې.

نوموړي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي او د هغوی د کور په کور سروې له بهیر څخه   له نږدې ارزونه وکړه او د ولسوالي اړوند مدیر ته یې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې لارښوونې‌ وکړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یادې ولسوالۍ له مسؤلينو سره ليدنه وکړه او د شهیدانو او معلولینو چارو  مدیریت سره یې د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۴۴
Background image

په پکتیکا ولايت کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهير څخه د ارزونې په موخه، د پکتیکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج  په مشرۍ يو پلاوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۴۲
Background image

د بغلان ولايت یو شمېر ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد په مشرۍ یو پلاوي برکۍ، نهرین او جلګې ولسوالیو ته د سفرونو پر مهال د مجردو شهیدانو له کورنیو سره لیدنې ترسره کړې.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۴۰
Background image

په کندهار ولایت کې پر (۱۰۰) تنو معلولینو باندې مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه پر (۱۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر. . .

BACK TO NEWS