د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت په موخه د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې نوی الکټرونیکي سیسټم فعال شو

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۸:۵۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس  او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي او ورسره مل تخنیکي پلاوي اروزګان ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولينو نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخيستنې ته وسپاره.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د دې  ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست له کارکوونکو سره جوړه شوې وه، محترم مولوي باقي بالله فضلي د یاد سیسټم د فعالولو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړ او يې ویل: د نوي الکټرونیکي سیسټم پر فعالیدو به د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټر په برخه کې چټکتیا، دقت او بشپړ شفافیت رامنځته شي او د اړوندې برخې له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې له دې سیستم څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

په دې غونډه کې د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عتیق الله منظور  د یاد سیستم په فعالیدو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۸
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې دوه بوری اوړه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۷
Background image

د پکتیا ولایت یو شمېر ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس سفر

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رسول حنفي د ځاځي اریوب، احمدخېل او لجه منګل ولسوالیو ته سفر وکړ. د دغه سفر موخه یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې پکې د اړوندو څانګو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو. . .

BACK TO NEWS