د کارموندنې خبرتیا!

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۳۱
mmd

Publish Date

Closing Date

د کار موندنې خبرتیا!

 د افغانستان اسلامي امارت د عالي موخو د ښه تحقق، د سالمې ادارې د رامنځته کولو او د مسلکي کسانو د ګمارنۍ په موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نوي برېښنایي سیسټم د ریفورم پرمختیایي پروژې اړوند د ډېټابېس اداره کوونکی (Database Administration) ان ټي ای بست د ازادۍ سیالۍ له لارې د ۴/۲۹/ ۱۴۰۵ څخه تر ۵/۱/ ۱۴۰۵ نېټې پورې اعلان ته سپاريد .شرایطو وړکسان کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورم په حضوري ډول د کارکوونکو د چارو ریاست د استخدام آمریت څخه ترلاسه کړي، فورم له ډکولو وروسته، د خپلو اسنادو او کاري تجربو سره یو ځای په ټاکلي وخت کې د کارکوونکو د چارو ریاست ته، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر عمومي سړک، خیاط کلا سیمه کې موقعیت لري، وسپاري.

دDatabase Administrator  د دندې لایحه

د بست په هکله عمومي معلومات:

 

د بست نوم:

د  Database Administratorډیټابیس اداره کوونکی

بست:

NTA

وزارت/ اداره:

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت

اړونده څانګه:

د ډیټابیس او معلوماتو د سیسټم ریاست

موقعیت:

   کابل

د بستونو شمېر:

۱

تحصیلي کچه:

لیسانس

کاري تجربه:

۵ کاله

درجه (ګریډ):

ج – ۱       C-1

د معاش اندازه:

د NTA د طرزالعمل مطابق

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د دندي موخه: د ډیټابیس اړوند سیسټم خوندي توب، محرمیت، د معلوماتو  بشپړتیا څخه ډاډ او د معلوماتي سیسټمونو اغېزمن او دوامداره مدیریت.

دندي او مسئولیتونه:

اساسي دندي:

۱. د مرکزي او ولایتي ډیټابیسونو څخه دوامداره مدیریت او څارنه.

۲. د ډیټابيس امنیتي تګلارو او لارښودونو طرح، تطبیق او د کاروونکو حسابونو (Users) ته د لاسرسي (Access) اړوند چارو تنظیم.

۳. د ډیټابيس منظم بیک آپ (Backup) اخیستل او د اړتیا پر مهال د معلوماتو بېرته راګرځول(Recovery).

              ۴. د ډیټابيس د فعالیت ( performance)ارزونه، اصلاح او په سیسټمونو کې د ستونزو ژر تشخیص او حل کول.

۵. د معلوماتو د بشپړتیا، دقت او محرمیت ساتنه او د معلوماتو د ضایع کېدو مخنیوی کول.

               ۶. د ډیټابيس اړوند تخنیکي اسناد او راپورونو چمتو کولو او د بدلونونو ریکارډ چمتو او تازه (Update)ساتل.

               ۷. د ډیتابيس پروګرامر او د معلوماتي ټکنالوژۍ له ټیم سره د ډیټابیس د طرحې پراختیا او اصلاح په برخه کي همغږي کول.

               ۸. د ډیټابيس د سیسټمونو منظم تازه کول (Updates)، امنیتي تدابیر، اصلاحات (Patches) او د نوو نسخو تطبیق کول.

              ۹. د ډیټابيس د پالیسۍ، معیارونو او غوره کړنلارو(Best Practices) مراعات او پلي کول.

مدیریتي دندي:

  1. د ټاکل سوو اهدافو ترلاسه کولو په موخه د اړوندې څانګي له پلان سره سم کاري پلان ترتیبول.
  2. د ترسره سویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا پر مهال راپورونه چمتو کول او ذیصلاح مسئول ته یې وړاندي کول.
  3. د وزارت د اصولو، مقرراتو او موخو سره سم د آمر له خوا سپارل سویو او نورو اړوندو دندو تر سره کول.
  4. د دندي پر مهال د ریاست اړوند کارکوونکو سره د مسلکي او تخنیکي مهارتونو او تجربو شریکول.
  5. له همکارانو او مراجعینو سره نېکه رویه او ښه چلند کول.

د ګمارنې شرایط:

۱- د افغانستان تابعیت ولري.

تحصیلي کچه:

  • لږ تر لږه د کمپیوټر ساینس په برخه کي د لېسانس سند درلودل، چي د هیواد دننه او یا بهر تعلیمي مؤسسو څخه تر لاسه کړی وي، او د لوړو زده کړو وزارت  لخوا تائید سوی وي.

کاري تجربه:

  • حد اقل (۵) کاله.

اړین مهارتونه:

  • د وزارت د پالیسیو او اړوند ریاست د طرزالعملونو د طرحي او تطبیق وړتیا.
  • د هېواد په رسمي ژبو (پښتو او دري) بشپړ تسلط او په انګلیسي ژبه د لوستلو، لیکلو او اغېزمن افهام او تفهیم وړتیا درلودل.
  • د ټیمي کار، همغږي او له اړوندو څانګو سره د اغېزمنو اړیکو د ټینګولو وړتیا لرل.