د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۴:۱۱

د چارو د لا ښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د شفافو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کورنۍ پلټنې رياست د ولايتونو د پلټنې آمر محترم مخدوم ویس الدین جلیلي په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکي محترم محمد یاسین ادیب يې ملتیا کوله، پکتیکا ولایت ته یې  سفر وکړ.

یاد پلاوي د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په  ۱۴۰۴ مالي کال کې د بودجې د لګښت څرنګوالی، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه. پلاوي د چارو د لا ښه والي په موخه شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه کړې او د حل لپاره یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS