د مراجعینو سره د کارکوونکو د چلند تر نامه لاندې ورکشاپ په لاره واچول شو

mmd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۵:۱۳
۱

د مراجعینو سره د کارکوونکو د چلند تر نامه لاندې ورکشاپ په لاره واچول شو

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو لپاره ( د مراجعینو سره د ملکی کارکوونکو چلند) تر نامه لاندې دوه ورځنی ورکشاپ د دغه وزارت په تا لار کې د کومک موسسې له خوا په لاره واچول شو.

دغه ورکشاپ د یاد وزارت د مالي او اداري چارو د مرستیال ښاغلي دل آقا صوفي زاده له خوا پیل شو، په پیل کې ښاغلي صوفي زاده د کومک (COMAC) موسسې له کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د دغه وزارت د کارکوونکو د وړتیا لوړونې په موخه دا ډول ورکشاپونه او ناستې په لاره واچوي.

ده زیاته کړه چې د کاري اصولو د لاښه پرمختګ لپاره یو لړ لارښوونو ته اړتیا لرو تر څو د هغوی له مخې وکولای شو دارنګه اصول او چلند زده او هغوی په عمل کې پلي کړو.

وروسته د بشري سرچینو رئیس ښاغلي نیک محمد نیکمل د دغه ورکشاپ ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل چې د مراجعینو سره د کارکوونکو چلند په ځانګړي توګه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې ددولت وزارت د کار کوونکو چلند له خپلو مراجعینو سره یو له اړینو برخو څخه شمیرل کیږی چې تر څنګ یې د هغه پلي کول یو ښه کار وباله.

په پای کې د دغه ورکشاپ ګډون کوونکو ته د کومک موسسې له خوا ستاینلیکونه ورکړل شول.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۱۰
Background image

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د مرکز ګردیز د ګذر له وکیلانو سره مستحقو کسانو ته د مرستو چمتو کولو په موخه غونډه ترسره کړه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند له ګذر وکيلانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې له هغوی وغوښتل تر څو د یاد ریاست سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس ته د ښو فعالیتونه او هڅو په پار ستاینلیک ورکړل شو

د (HHRD) خيريه مؤسسې رهبرۍ له لوري د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز رئيس محترم ملا رحمت اللّٰه خالد ته د حرفوي زده کړو پروګرامونو د ښه پلي کېدو، اغېز منو خدمتونو، سپېڅلتيا، وطن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په دې ولایت کې د عزیزي بانک له مسؤل سره د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د مساعدتونو د ورکړې په تړاو غونډه تر سره کړه

د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په دې ولایت کې د عزيزي بانک څانګې له مسؤل سره وکتل. په دې کتنه کې په (۱۴۰۳) کال کې  د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو. . .

BACK TO NEWS