د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د فني او حرفوي پروګرامونو نویو زده کوونکو ته د معیاري لیلیې چمتو کولو په موخه د لیلیې د تعمیر د ترمیم کاري چارې په چټکۍ سره رواني دي

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۴:۵۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د هدایت پر اساس د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د ۱۴۰۳ کال لپاره نوي زده کوونکو ته د لیلیې معیاري ودانۍ پر چمتو کولو کار پر چټکۍ رواني دې چې د هغه سره به د یادې لیلیې په ودانۍ کې په  بریښنایي سیسټم کې شته ستونزې حل، د نل دوانۍ سیسټم ترمیم، د لیلیې لپاره چپرکټونه چمتو او همداراز د لیلیې ودانۍ به رنګ او د لیلیې اړوند ساحې به پاک کاري شي.

د یادونې وړ ده چې په یاد مرکز کې یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو (د موبایل، یخچال، آیرکنډیشن، کورني برېښنایي وسایلو، موټر، موټرسایکل، جنراټور ترمیم او همداراز د خیاطۍ زده کړې او د کمپیوټر د ترمیم) په برخو کې زده کړې ورکول کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

BACK TO NEWS