د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو څخه د ملاتړ او هغوی سره د مرستو په موخه د کامه وړیا مرستو مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۵:۲۰
mdd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان ریاست وارسي کوونکي ښاغلي قاری شریف الله گلزاد او د کامه وړیا مرستو مؤسسې مالي او اداري مسؤل ښاغلي محمد مصطفی کامه وال ترمنځ لاسلیک شو.

د یاد پروګرام له مخې به په ننګرهار ولایت کې په مجموعي ډول (۶۱۶)  یتیمان د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې راشي او پر یتیمانو به هره میاشت خوراکي  او غیر خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، بوره، مالګه، مکروني، دال او همدا راز جامې وویشل شي.

د يادونې وړ ده، چې د ياد شوي تړون ټوليز ارزښت (۱۸۰۰۰۰) يو لک او اتیا زره امريکايي ډالره دی، چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS