د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو د فزیکي بیاځواکمنتیا موندنې په موخه د کابل ارتوپيدیک مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د کابل ارتوپيدیک مؤسسې د مرستیال محترم سید عالم هاشمي تر منځ لاسلیک شو، د هغه پر بنسټ به، په کابل ولایت کې درې زره او پنځه دیرش (۳۰۳۵) تنو معلولیت لرونکو وګړو ته د فزیوتراپي، د مصنوعي غړو د ترمیم، د معلولینو لپاره د کمکي وسایلو د چمتو کولو او جوړولو او همداراز د معلولیت او فزیکي بیاوړتیا موندنې په هکله د عامه پوهاوي او په ځینو نورو برخو کې خدمتونه وړاندې شي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټوليز ارزښت یو لک، اووه زره، اته سوه دوه شپېته (۱۰۷۸۶۲) امریکائي ډالره دی چې د یوه کال په موده کې به د کابل ولایت په ټولو ولسوالېو کې تطبیق شي.