د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر (۹۸) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۸:۵۱
mmd

 د زابل د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) مؤسسې  په مالي ملاتړ د دې ولایت په مرکز کې پر (۹۸) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې شپږ ډوله خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، بوره  غوړي او ځيني نور توکي شامل وو، ووېشل او په ورته وخت کې هر مستحق ته یو اندازه نغدې پېسې د لارې کرايې په توګه هم ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې د یادو مرستو د وېش پر مهال د زابل ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش، د یادې مؤسسې ولايتي مسؤل محترم اسدالله عليزي او د اقتصاد رياست استازي حضور درلود.

یادې مرستې د فني او حرفوي زده کړو په زده کوونکو او همداراز پر یو شمېر کونډو باندې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS