غور ولایت ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رياست د پلاوي سفر
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي غور ولایت ته سفر وکړ، د پلاوي په ترکیب کې د یاد ریاست کارکوونکي هر یو ښاغلی صفي الله وصال او ښاغلی علی جان محمدي شامل وو.
یاد پلاوي د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په (۱۴۰۴) مالي کال کې د ځانګړې شوې بودجې د مصرف څرنګوالی، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د خدمتونو وړاندې کول او یو شمېر نور اړوند موضوعات په هر اړخیزه توګه بررسی کړل، شته نیمګړتیاوې په نښه او د رسیدګي په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز د کورنۍ پلټنې پلاوي د غور ولایت په فیروزکوه ښار کې د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او ورسره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.
