د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کوونکو د شموليت اسناد بیاځلي بررسي شول

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زدهکړو لپاره د نوو شامل شويو زدهکوونکو اسناد د ټاکل شوې کمېټې له لوري په منظم ډول و ارزول شول. دغه کمېټه، چې د یاد مرکز د رئیس محترم ملا رحمت الله خالد لهخوا ټاکل شوې وه، په هغه کې د برنامو او همغږۍ آمر محترم حفیظ الحق عمري، د برنامو او همغږۍ مسلکي غړي محترم غلام مرتضی رستمي او د فني او حرفوي زدهکړو عمومي مدیر محترم محمد خوګیاڼي غړيتوب درلود.
د یادولو وړ ده چې د دې ارزونې اصلي موخه په دقیق ډول د مستحقو او غیر مستحقو زدهکوونکو پېژندل او د ځینو زدهکوونکو د اړینو اسنادو د نشتون په نښه کول وو.
د ارزونې په پایله کې یو د شمېر زدهکوونکو اسناد چې نیمګړي وو، وپېژندل شول او د اسنادو د بشپړولو لپاره هغوی ته لازمې لارښوونې وشوې.