د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو اړتياوو ته د ښې رسیدنې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي او د نورو خوراکي موادو ترڅنګ د حفظ الصحې توکي هم شامل وو.
مستحقو یتیمانو ته مرستې د وزارت د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رياست، د شهیدانو چارو رياست د استازو او د خیریه مؤسسې د مسؤل په شتون کې په شفافيت او عادلانه ډول ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د يوې خیریه مؤسسې په همغږۍ په دې وزارت کې (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
