د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳) میلیونه او (۷۰۰) زره افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځانبسیاینې او د هغوی لپاره د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳) میلیونه، (۷) لکه او (۴۵۰۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د یاد هوکړه لیک له مخې به د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې (۱۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د اقتصادي ځانبسیاینې او د عایداتي فرصتونو د رامنځته کولو په موخه شیدې ورکوونکې وزې ووېشل شي، ترڅو هغوی وکولای شي د مالدارۍ له لارې د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې تر یوه حده پوره کړي.
همداراز د میدان وردک ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه به (۵) د اوبو څاګانې وکیندل شي، ترڅو یادې کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې خیریه مؤسسې رئیس محترم عبیدالله فیصل ترمنځ لاسلیک شو او د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.
