د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د دوی د حقوقو د ورکړې پروسې ساده کولو په اړه ناسته وشوه

mmd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۱۴:۵۴
۱


د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د دوی د حقوقو د ورکړې پروسې ساده کولو په اړه ناسته وشوه

نن سه شنبه (د زمري ۲۹) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د جلالتماب جمهور رییس د حکم پر اساس د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار ښاغلي عمرا خان منیب، د خزاینو عمومي رییس ښاغلي اختیار ولي، د کورنیو چارو وزارت د مالي او بودیجې عمومي رییس ښاغلي نصیر زید، د مالیې وزارت او د ملي امنیت شورا استازو سره په خپل کاري دفتر کې د شهیدانیو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د پیسو ورکړې سیستم د ساده کولو، آسانه کولو او روڼتیا په موخه غونډه وکړه.

په دې ناسته کې د یادو ادارو ټولو استازو د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د دوی د حقوقو ورکړې سیستم د اسانه کولو او دې برخه کې د روڼتیا رامنځته کولو په مختلفو لارو چارو او مېکانېزمونو د هر اخیز بحث او نظریاتو شریکولو تر څنګ یو لړ تدابیر ونیول.

ښاغلي آریوبي ټینګار وکړ، چې د یاد سیستم د ساده کولو چارې باید د ټولو اړوندو ادارو په همغږۍ او همکارۍ ژر پیل او عملي شي، تر څو د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي. 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره وکتل

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتني نغدي مساعدتونو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد. . .

BACK TO NEWS